د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو په اوږدو کې ۲۴۵ مهمې پروژې د طالبانو د لاسوهنې، جنسیتي فشارونو او اداري محدودیتونو له امله په ټپه درول شوې دي.
نوموړي بنسټ پنجشنبه (د زمري ۹مه) په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو په افغانستان کې د بشرپاله چارو خدمتونو د بشپړ بندېدو امکان شته.
د راپور لهمخې؛ د دغه پروژو ۷۳ سلنه فعالیتونه د ښځو پر کار د بندیز، د تفاهملیکونو په لاسلیکولو کې د ځنډ او د اړمنو خلکو په پېژندنه کې د محدودیتونو له امله ځنډول شوي دي. همداراز ۱۹ سلنه پروژې د جنسیتي محدودیتونو له امله درول شوې؛ په هغو کې داسې موارد هم شامل دي، چې ان ښځو ته د محرم له ملتیا سره-سره د کار اجازه نهورکول کېږي.
په راپور کې همداراز راغلي، چې ۵۹ امنیتي پېښې ثبت شوې دي. په دې پېښو کې د ۳۱ ښځو په ګډون د ۱۰۰ کسانو نیولکېدل، ګواښونه، د تجهیزاتو ضبطول او د دفترونو تړل شامل دي.
په ځینو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین، رواني خدمتونو او د رواني روغتیايي پروګرامونو په ګډون ځینې حیاتي چارې په بشپړه توګه درول شوې دې. په راپور کې د غور او فراه ولایتونو اوسېدونکي هم د مرستو له ناعادلانه وېش او د بانفوذه کسانو له لاسوهنې شکایت کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار، وار دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی یوازې د مرستو رسونې بهیر څاري؛ خو ملګرو ملتونو تر دې مخکې هم د جنسیتي فشارونو، د مرستهرسوونکو بنسټونو په چارو کې د لاسوهنې او د دغې ډلې د مداخلې راپورونه ورکړي دي.