د ملګرو ملتونو سرمنشي د حماس له لورې د ادان الکساندر خوشې کېدل وستایل

AP ۱۴۰۴ غویی ۲۲

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د دوشنبې په ورځ د حماس له بند څخه د وروستي ژوندي پاتې اسراییلي ـ امریکایي یرغمل د خوشې کېدو هرکلی وکړ.

د ګوترېش ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیان کې وویل: «سرمنشي د ادان الکساندر د خوشې کېدو هرکلی کوي، چې یو اسراییلی - امریکایي تبعه دی چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷مې نېټې راهیسې په غزه کې یرغمل شوی و. هغه خوشحاله دی چې ښاغلی الکساندر خوشې شوی او اوس د دې دردونکي ازموینې وروسته خپلې کورنۍ او عزیزانو ته راستون شوی دی.»

ګوترېش په غزه کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره خپله بېړنۍ غوښتنه تکرار کړه او د ټولو هغو کسانو د خوشې کولو اړتیا باندې یې ټینګار وکړ، چې لاهم بندیان دي.

دوجاریک زیاته کړه: «سرمنشي د دایمي اوربند او د ټولو پاتې یرغمل شویو کسانو د سمدستي او غېر مشروط خوشې کېدو لپاره خپله بېړنۍ غوښتنه بیا تازه کوي. یرغمل شویو سره باید په انساني او وقار سره چلند وشي،»

د روان بشري ناورین په اړه د غندنې په ترڅ کې ګوترېش په ټولو خواوو غږ وکړ، چې سمدلاسه د ټولو اړو ملکي وګړو لپاره د مهمو خدماتو رسولو په ګډون د چټک، بې ځنډه او خوندي بشري مرستې ډاډمنې کړي، ځکه مرستې د خبرو اترو وړ نه دي.

یاده دې وي، چې شاوخوا نهه اوونۍ وړاندې اسراییل غزې ته د خوراکي توکو، اوبو او بشري مرستو رسولو مخه نیولې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ډېپلوماټیکو هڅو ستاینه هم وکړه.

د ګوترېش ویاند زیاته کړې: «سرمنشي د منځګړو مصر، قطر او متحده ایالاتو د دوامداره هڅو ستاینه کوي، ترڅو دوښمنۍ پای ته ورسوي. سرمنشي له ټولو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د نن ورځې خوشې کېدو ته دوام ورکړي، ترڅو یوې جامع هوکړې ته ورسېږي چې د ټولو یرغمل شویو خوشې کېدو، د دوښمنیو پای ته رسېدو، د بشري مرستو چمتو کولو او په غزه کې د بشري کړاونو د اوږدې مودې راهیسې کمول ډاډمن کړي.»

نور خبرونه

رادیو