په لندن کې د ډونالډ ټرمپ پرضد پراخ لاریون وشو

۴ ساعتونه مخکې

برېتانیا ته د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دویم رسمي سفر سره هم‌مهاله په لندن کې زرګونه کسانو د هغه پرضد لاریون کړی دی. د راپورونو پربنسټ؛ د دغه لاریونوالو شمېر چې څه باندې ۵زره کسانو ته رسېده، د ټرمپ ضد شعارونه یې ورکول.

دا په داسې حال کې ده، چې له ټرمپ څخه په برېتانیا کې په حکومتي کچه تود هرکلی شوی او په شاهي ماڼۍ کې ورته د هرکلي لپاره ځانګړي مراسم نیول شوي وو.

نور خبرونه

رادیو