د هند او پاکستان د پوځونو د عملیاتو د عمومي رییسانو ترمنځ پلان شوې خبرې ځنډېدلې او ټاکل شوې، چې د دوشنبې په ماښام ترسره شي.
دا خبرې د دوشنبې په ورځ غرمې ۱۲ بجوته پلان شوې وې. د خبرو ځنډېدو علت نه دی څرګند شوی.
د هندوستان ټایمز د رپوټ له مخې، دا خبرې داسې مهال کیږي، چې د شنبې په ورځ هند او پاکستان دواړو اعلان وکړ چې دوی به ټول پوځي بریدونه، ډزې او عملیات سملاسي بندوي.
هند د سندور عملیاتو تر نامه لاندې د می پر۷مه په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې پر ۹ مرکزونو بریدونه وکړل.
هندي چارواکي وايي، دا عملیات د پهلګام ترهګریز برید غبرګون و.