سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د چین او پاکستان له ځانګړو استازو سره ولیدل

۷ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان په چارو کې د پاکستان او چین له ځانګړو استازو محمد صادق او یوی شیایونگ سره کتلي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په لیدنه د درې واړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په اړه خبرې شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه، د غويي ۲۱ مه، وویل، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونگ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او ورسره مل پلاويو سره وکتل.

دا لیدنه د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د موضوعاتو د تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې غونډې او د درې واړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پراخولو په موخه ترسره شوې ده.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د سیمې هېوادونو تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی.

هغه ویلي چې ددې ډلې له نظره، د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا او سیمه‌ییز تفاهم د متقابل درناوي او تعامل له لارې تر لاسه کېدای شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خپرپاڼه کې لیکل شوي، چې د چین او پاکستان ځانګړو استازو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او پر متقابل تعامل ولاړو اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنه تازه کړې ده.

په دې ناسته کې ویل شوي، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به د یاد میکانیزم د تسلسل په توګه، په کابل کې ترسره شي.

د ځینو معلوماتو له مخې چین غواړي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ادا کړي او ترمنځ خړې پړې اړیکې یې ورغوي.

پاکستان له طالبانو غواړی چې په خپله کې خاوره کې د پاکستان مخالفو ډلو ته ځای ورنه کړي او د ټي ټي پي په لیکو کې د افغان طالبانو د حضور مخنوی وکړي، خو طالبانو تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او پر پاکستاني پوځ تور لګوي، چې داعش خراسان ته یې پټنځایونه ور کړي دي.

نور خبرونه

رادیو