د وچکالۍ ناورین؛ اوچا په افغانستان کې له اوسط کچې د کم باران خبرداری ورکړی

۱۷ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» وايي چې په ټول افغانستان کې د باران او واورې ورښت له اوسط څخه ټیټ دی چې د اوبو کمښت لا پسې زیاتېږي.

یاده اداره د افغانستان په ځینو برخو کې د نباتاتو کمزورې ودې په اړه وايي، چې دا وضعیت په هیواد کې د یوې جدي وچکالۍ پیل په ګوته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر «اوچا» د افغانستان په ځینو برخو کې د کم باران او د سیندونو په حوزو کې د اوبو د کمښت خبرداری ورکړی دی.
اوچا زیاته کړې، چې د هیواد په ډیری برخو کې، پرته له شمالي او شمال ختیزو ولایتونو ، د خاورې رطوبت خورا ټیټ دی، چې د بزګرانو لپاره یې جدي اندېښنه رامینځته کړې ده.

په ورته وخت کې،له ځینو شمال ختیزو سیمو پرته د سطحې تودوخه په ټول هیواد کې له اوسط څخه لوړه ښودل شوې او خبرداری ورکړل شوی چې باران به له اوسط څخه ټیټ وي او د تودوخې درجه به په راتلونکو میاشتو کې د وړاندوینو په حواله له اوسط لوړه وي.

د اوچا په وینا، دا شرایط احتمال لري چې د اوبو کمښت بحران نور هم زیات کړي، د فصلونو حاصلات نور هم کم کړي او څړځایونو ته زیان ورسوي.

پر فاریاب او جوزجان سربېره، چې د باران د کمښت له خطر سره مخ دي، د هرات، هلمند، کندز او ننګرهار په ګډون ځینې نورې سیمې هم تر ګواښ لاندې دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اېف اې او) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ۱۴.۸ میلیونه خلک د روان کال د لړم څخه تر کب پورې د خوړو له کمښت سره مخ شوي دي.

سازمان ټینګار کړی چې د بارانونو کمښت او په هیواد کې اقتصادي رکود د ناامنۍ بحران لا پسې زیاتوي.

دغه سازمان وړاندوینه کوي چې په افغانستان کې به سږ کال له مارچ څخه تر می پورې (له کب څخه تر غويي پورې) د غنمو د کرنې د موسم لپاره تر اوسط ټیټ باران وي.

نور خبرونه

رادیو