د طالبانو د کابل امنیه قومانداني وايي، چې د لسمې امنیتي حوزې پولیسو د شهرنو په سیمه کې د معمول ګزمو پر مهال، د کثافاتو په یوه ځای کې له ۸زره تر ۱۳ زره یورو پورې نغدې پیسې موندلې دي.
د یادې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یکشنبې په ورځ، د غويي پر ۲۱مه پر اېکس ولیکل، دا مهال د یادو پیسو د اصلي مالک موندلو لپاره هڅې روانې دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ له ښاریانو غوښتنه کړې چې که څوک د دې پیسو په اړه معلومات لري یا ځان د دغو پیسو مالک ګڼي، له شواهدو یا نښو نښانو سره دې د کابل امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ته مراجعه وکړي.
دا تراوسه روښانه نه ده، چې دغه پیسې څنګه په کثافاتو کې غورځول شوې دي.