د مولوي هبت الله فرمان؛ طالبان د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړوي

۱۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، د « اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو» په نوم نوی وزارت جوړوي. دغه کمېسیون ویلي، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر شوی.

د دغې ډلې د ځمکو د غصب مخنيوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون د خپلو دوه نیمو کلونو فعالیتونو په اړه د یوې خبرې ناستي پرمهال ویلي، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر کړی دی.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون سکرتر احسان الله وثیق وايي، دغه کمېسیون به ډیر ژر د «اراضۍ چارو او اماراتي غصب شویو ځمکو د استرداد» په وزارت بدل شي.

وثیق وايي:«که څه هم د غصب شویو ځمکو د استرداد او اراضۍ لپاره د نوي وزارت فرمان د اسلامي امارت د رهبرۍ له خوا صادر شوی، خو د دغه وزارت تر رامنځته کېدو پورې، کمېسیون د پخوا په څېر او په جدي ډول خپل فعالت ته دوام ورکوي.»

نوموړی وايي، نوی جوړیدونکی وزارت به د یاد کمېسیون د تېرو چارو په پرتله ډیر پیاوړی وي.

د طالبانو د ځمکو د غصب مخنېوي او د بېرته راګرځولو کمېسیون وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې یې نږدې پنځوس مېلییونه جریبه ځمکه دولتې ثابته کړې او ۳.۹ مېلیونه جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

نور خبرونه

رادیو