له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ لپاره تړل شوې ده

AP ۱۴۰۴ غویی ۱۹

په تورخم کې سرچینو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې له نن سهار راهیسې د تورخم دروازه د پلي تګ راتګ کوونکو پرمخ تړل شوې ده.

د دروازه د تړلو لامل نه دی څرګند خو په تورخم کې د‌ پاکستان حکومتي سرچینې وايي، د باران اوبه ډنډ شوې او لاره یې تړلې.

په تورخم کې له سهار راهیسې دواړه غاړو ته سلګونه کسان د تګ راتګ په موخه په انتظار ولاړ دي‌ او لا هم څرګنده نه ده چې لاره به کله پرانېستل شي.

هم مهاله یوه سرچینه وایي، د لارې د بندښت له کبله د افغان کډوالو د ایستل کیدو بهیر کې هم ځنډ راغلی دی.

نور خبرونه

رادیو