د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی چې په هلمند کې یې له دیني مدرسو فارغو ۲۲۰۰ تنو نه ازموینه اخیستې او په راتلونکې اونۍ کې به د ماسترۍ سندونه ورکړي.
افغانستان انټرنشنل – پښتو ته رسېدلي سندونه ښيي چې طالبانو د غويي په میاشت کې په هلمند کې له دیني مدرسو څخه ۲۲۰۰ فارغو طالبانو ازموینه اخیستې او ټول طالبان یې بریالي کړي دي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په راتلونکې اونۍ کې به یادو طالبانو ته د ماسټرۍ سندونه ورکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت خپلو غړو ته د ماسترۍ او دوکتورا په کچه سندونه ورکوي بلکې له دې وړاندې یې هم په کندهار، کابل، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې له طالبانو ورته ازموینې اخیستې او د ماسترۍ او دوکتورا سندونه یې ورکړي.
د طالبانو دې چارې ګڼ غبرګونونه هم راپارولي او خپلو غړو ته د ماسترۍ او دوکتورا د سندونو ورکړه یې له علمي او تحصیلي اصولو سره په ټکر کې بللې ده.