طالبان: خوست کې سېلابونو پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

۵ ساعتونه مخکې

د طالبان وايي چې د خوست صبريو ولسوالۍ اړوند په سروبي کلي کې د ډېر باران او سېلاب له امله پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خوست ولایت د طالبانو ویاند مستغفر ګربز د پنجشنبې په ورځ (غويي ۱۸مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې چې د سېلاب له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.

نوموړي همداراز ویلي چې دوه عرادې موټر سېلاب وړي او تخریب شوي دي. د هغه په وینا، سيمې ته طالبان رسېدلي او ټپيان یې ځايي روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ننګرهار او خوست په ګډون د هېواد یو شمېر ولایتونه د شدید اورښت او توپان شاهدان وو.

په ننګرهار د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د دغه ولایت د عامي روغتیا د رییس امین‌الله شریف له قوله راپور ورکړی چې په جلال‌اباد ښار کې د تېز توپان او باران له امله ۲۵ کسان ټپیان شوي دي.

پر همدغه مهال د ننګرهار ځايي طالب چارواکو ویلي چې د تېز توپان او باران له امله خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي او د دغه ښار برېښنا په لنډمهالي ډول پرې شوې ده.

نور خبرونه

رادیو