طالبان: د زابل ولایتي روغتون ودانیزې چارې د ۱۹.۵ مېلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې

۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي چې د زابل ولایتي روغتون پاتې ودانیزې چارې د ۱۹.۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې شوې او دغه روغتون ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې زیاته کړې چې دا پروژه د دغه وزارت له بودجې تمویل شوې او د دوو میاشتو په اوږدو کې بشپړه شوې ده.

د بیان له‌مخې، د دغه روغتون د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال ملا بخت‌الرحمن شرافت، د روغتون مسوولانو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی دی.

د یاد وزارت په بیان کې ادعا شوې چې هڅه به وکړي د هېواد ټولو سیمو ته «معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات» ورسوي.

که څه هم د روغتیايي بنسټونو رغونه او پراختیا د هېواد اړتیا ده، خو د چارو شنونکو په اند د افغانستان روغتیايي سکټور له ګڼو جدي ستونزو سره مخ دی.

د درملو کمښت، د متخصصو ډاکترانو نشتوالی او په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې د ښځینه پرسونل محدودې کچې، د هېوادوالو اندېښنې ډېرې کړي دي.

همداراز، د پروژو شفافیت، د لګښت کره څرنګوالی او د تخنیکي معیارونو رعایت هغه مسایل دي چې تل د طالبانو پر وړاندې د خلکو او مدني ټولنو له‌خوا مطرح شوي دي.

نور خبرونه

رادیو