بیل ګېټس د پنجشنبې په ورځ ژمنه وکړه چې د خپل خیریه بنسټ له لارې به تر ۲۰۴۵ کال پورې ۲۰۰ میلیارده ډالر ووېشي. هغه پر ایلان ماسک نیوکه وکړه او ویې ویل، د نړۍ تر ټولو شتمن سړی د امریکا د بهرنۍ مرستو بودجې د سختو کمښتونو له امله د «نړۍ تر ټولو بې وزله ماشومان وژني».
دغه ۶۹ کلن میلیاردر، چې د مایکروسافټ بنسټګر دی، وویل چې خپله نږدې ټوله شتمني به ووېشي او بنسټ به د ۲۰۴۵ کال د دسمبر پر۳۱مه وتړي.
ګېټس هیله څرګنده کړه چې دا پیسې به د پولیو او ملاریا په څېر ناروغۍ له منځه یوسي، د ښځو او ماشومانو د مخنیوي وړ مړینې به ختمې کړي او نړیوال فقر راکم کړي.
دا اعلان داسې مهال دی، چې د امریکا په ګډون یو شمېر هیوادونونړیوالې مرستې کمې کړې دي.
ګېټس پر ماسک د نیوکې په ترڅ کې فایننشل ټایمز ته وویل: « دا انځور چې تر ټولو شتمن سړی دې تر ټولو بې وزله ماشومانو ژوند اخلي، ښکلی نه دی». هغه رویټرز ته وویل، د دغه تمویل له کمېدو سره به په راتلونکو څلورو تر شپږو کلونو کې د مړینې کچه لوړه شي.
خو ګېټس زیاته کړه: « زه فکر کوم چې حکومتونه به په راتلونکو ۲۰ کلونو کې بیا د ماشومانو د ژوندي پاتې کېدو په فکر کې شي».
بیل ګېټس دا اعلان د بنسټ د ۲۵مې کلیزې پر مهال وکړ. دغه بنسټ یې په ۲۰۰۰ کال کې له خپلې پخوانۍ مېرمنې ملېندا فرنچ ګېټس سره یوځای جوړ کړ او وروسته پکې میلیاردر وارن بافټ هم ورګډ شو.
دغه بنسټ تراوسه ۱۰۰ میلیارده ډالره مرسته کړې، میلیونونه خلک یې ژغورلي او د ایډز، نري رنځ او ملاریا پر ضد نړیوالو صندوقونو ته یې مرستې برابرې کړې.
بنسټ به تر هغه وخته دوام وکړي چې د ګېټس ۹۹ سلنه شتمني ولګوي.
د ګېټس خالصه شتمني نږدې ۱۰۸ میلیارده ډالره اټکل شوې او تمه ده چې بنسټ به تر ۲۰۴۵ کال پورې ۲۰۰ میلیارده ډالر ولګوي.
د بنسټ کلنۍ بودیجه به تر ۲۰۲۶ کاله ۹ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.