د قدیر کورنۍ: په کینیا کې د ظاهر قدیر محاکمه ځنډول شوې

۵ ساعتونه مخکې

د پخوانۍ ولسي جرګي غړي عبدالظاهر قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې د کینیا په نایروبي کې د نوموړي نننۍ محاکمه ځنډول شوې.

ټاکل شوې وه، چې د پخوانۍ ولسي جرګي د غړي عبدالظاهر قدیر محاکمه، چې څه موده وړاندې د کینیا د نایروبي پولیسو له لوري نیول شوی، په نایروبي کې پیل شي، خو د قدیر کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل، چې دغه محاکمه نن پنجشنبه ځنډول شوې.

د عبدالظاهر قدیر د کورنۍ یوه غړي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل:« وکیل مو ورته نیولی دی، نن یې محکامه وه، بیا محکامه یې نن وځنډیدله. وکیل سره موږ په اړیکه کې یو، وکیل خپله پوره هڅه کوي چې همدلته یې محاکمه وشي او امریکا ته له انتقال پاتي شي.»

د عبدالظاهر د کورنۍ غړي او وکیل یې هڅه کوي، چې د نوموړي محاکمه په کینیا کې ترسره شي.

د نایبروبي محکمې ته د عبدالظاهر قدیر د وړاندې کولو راتلونکې نېټه تر اوسه نه ده په ډاګه شوې.

عبدالظاهر قدیر د اپریل په نیمايي کې د نایروبي ښار په یوه هوټل کې نیول شوی او د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست (DCI) غوښتنه کړې وه، چې نوموړی تر قانوني بهیر پورې په توقیف کې وساتل شي.

د نایروبي د میلیمېن محکمې مشر قاضي بنمارک اېکهوبي د عامه څارنوالۍ د رییس غوښتنه وروسته ومنله.

د نایروبي د پلټنو افسر جان وافولا، چې د جرمونو د پلټنو ریاست له مخدره موادو ضد څانګې سره کار کوي، محکمې ته ویلي چې د امریکا د نشه يي توکو ضد ادارې ځانګړي استازي نیکولس دیفرانسیسکو د نیویارک یوې محکمې ته د عبد‌الظاهر قدیر پر ضد جنایي شکایت ثبت کړی.

رپوټونه وايي، چې امریکايي چارواکو د نایروبي د جرمونو د پلټنو ریاست د استازي له لارې د کینیا حکومت ته یو ډیپلوماتیک یادښت استولی، چې د عبد‌الظاهر قدیر د تسلیمۍ غوښتنه پکې شوې.

نور خبرونه

رادیو