حلیم فدایي: د بګرام په اړه د مقاومت جبهې تجزیه‌طلبانه دریځ د شرم وړ دی

۴ ساعتونه مخکې

د تېر جمهوري نظام پخوانی والي او د سیاسي چارو شنونکي حلیم فدایي د بګرام په تړاو د مقاومت جبهې پر وروستي دریځ سختې نیوکې کړې او هغه یې «تجزیه‌طلبانه» او «د شرم وړ» بللې دې.

حلیم فدايي د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې پر بګرام د طالبانو پرځای له تاجکانو سره د مذاکرې په اړه د مقاومت جبهې دریځ نه یوازې غیرملي دی، بلکې د هېواد د تېرې تجربې ناکامه تکرار هم دی.

د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو مشر عبدالله خنجاني ویلي و، چې بګرام د تاجکانو په حوزه کې دی او ټرمپ باید له طالبانو سره پرې ونه غږیږي.

فدایي وايي، «له دې ډول دریځونو څخه درې خبرې روښانه کېږي: لومړۍ دا چې دا جبهه ملي نه ده بلکې سمتي فکر لري، دویم دا چې په ولس کې ځای نه لري او تکیه‌یې یوازې پر بهرنیانو ده او درېیم دا چې دوی تل د مبارزې پر ځای د معاملې سیاست غوره کړی».

فدایي وايي، چې « د دې جبهې نیکونو پخوا له روسانو سره معامله وکړه، وروسته له ګاونډیانو سره، بیا له ناټو سره او اوس هم غواړي له ټرمپ سره معامله وکړي، خو په ټولو کې ناکامه شوي دي».

فدایي وایی: «دا جبهه نه یوازې د افغانستان د واقعي مقاومت نمایندګي نه کوي، بلکې د خپلو تجزیه‌طلبانه سیاستونو له امله یې حتا په پنجشیر کې هم ځای نه دی موندلی.»

نوموړي ټینګار وکړ چې د دې ډلې دریځونه عملاً د طالبانو د تقویت سبب ګرځي.

هغه زیاتوي: «زما باور دا دی چې دوی اوس هم له طالبانو سره د معاملې په لټه کې دي، نه د یوې ملي مبارزې د مشرتابه.»

حلیم فدایي پر ټولو سیاسي حرکتونو غږ کړی چې د ملي وحدت او واقعي مقاومت پر بنسټ ولاړ دریځونه غوره کړي.

تر دې مخکې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوی، حبیب الرحمن حکمتیار د بګرام په تړاو د ملي مقاومت جبهې د سیاسي چارو د رییس وروستۍ څرګندونې ماشومانه بللې وې.

نور خبرونه

رادیو