د جرمني د شمالي راین وېسټفالن ایالت په کرېفېلډ ښار کې د «نیو یارکر» فېشن پلورنځي ۴۱ کلنه مشره د چارشنبې ماښام (د مې ۷مه) د یوې وژونکې پېښې قرباني شوې. دا پېښه ماښام شاوخوا ۷:۲۰ بجې د ورځني عاید د حساب پرمهال د پلورنځي په استراحتځای کې شوې.
پولیسو یو ۲۵ کلن شکمن تن د پېښې له ځایه نږدې نیولی، چې ویل کېږي د پلورنځي کارکوونکی و.
هغه د پنجشنبې (مې ۸مه) په ورځ د قتل په شک څارنوالۍ ته وړاندې شوی. چارواکو ویلي، شکمن کس د افغانستان تبعه دی.
د پولیسو او څارنوالۍ په وینا، د پېښې انګیزه لا نهده روښانه شوې او اوسمهال د قتل د یوه ځانګړي ټیم له لوري پلټنې روانې دي. د جرمنۍ بیلد ورځپاڼې د رپوټ له مخې، شکمن کس خپله مشره څو ځله په چړې وهلې، چې وروسته یې ساه ور کړې ده.
د وژل شوې ښځې همکارانو د پېښې ځای کې ګلونه او د خواخوږۍ کارت ایښی، چې پکې لیکل شوي، « ستا تګ موږ ژور خواشیني کړو. ته یوه ځانګړې او مهربانه انسانه وې، داسې خلک ډېر کم پیدا کېږي. اوس ته په یو ښه ځای کې یې».
پېښې د کرېفېلډ ښار په مرکز کې د خلکو ترمنځ ویره خپره کړې او دا د بهرنیو وګړو په اړه د عامه نظر پر وضعیت هم اغېز لرلی شي.