په ایران کې یوه افغان بندي د نه‌خوړلو اعتصاب له امله ساه ورکړه

۱۱ ساعتونه مخکې

د ایران په قزلحصار بندخونه کې د نبي بیاتي په نوم یوه افغان بندي د دغې بندخونې د مسوولانو د «ناوړه او سپک چلند» له‌ امله د نه‌خوړلو اعتصاب کړی، چې په پایله کې یې مړ شوی دی.

ویل کېږي، چې د دغې بندخونې مسوولانو د هغه وضعیت ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

نبي بیاتي د یادې بندخونې د ګڼې ګوڼې یوې برخې ته چې د ایران د سیاسي بندیانو لپاره ځانګړې شوې، تر لېږد وروسته ګواښ کړی چې که هلته وساتل شي، له خوراک او څښاک څخه به ډډه وکړي.

نوموړی افغان د بندخونې د مسوولانو له لازمې پاملرنې او څارنې پرته د نه‌خوړلو د اعتصاب په څلورمه ورځ ساه ورکړې ده.

نبي بیاتي د ایران په بندخونو کې د لسګونو افغان بندیانو له ډلې و، چې تر سختو شرایطو لاندې ساتل کېده.

د بشري حقونو سازمانونو په وار-وار د ایران په بندخونو کې د افغانانو د ناوړه وضعیت په تړاو اندېښنې ښودلې دي.

د یادونې ده، چې څه موده مخکې د ایران د بشري حقونو یوه سازمان ویلي و، د دغه هېواد حکومت په تېره یوه میاشت کې د څلورو افغانانو په ګډون ۱۱۰کسان اعدام کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي د افغانانو د اعدامونو رسمي اعلان نه کوي او ډېری افغان بندیان په دغه هېواد کې نه د کورنۍ غړي لري او نه هم قانوني وکیلان چې د هغوی قضیې مخ ته یوسي.

نور خبرونه

رادیو