د جاپان د بشري مرستو غیر دولتي موسسې پېښور کای، چې په فوکواکا ښار کې واقع ده، پرېکړه کړې چې له شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته بېرته په افغانستان کې د جذام ناروغۍ درملنه پيل کړي. دا اقدام د یادې موسسې د پخواني سیمهییز مشر ډاکټر تېڅو ناکامورا د پخوانۍ غوښتنې پر بنسټ ترسره کېږي.
ټاکل شوې چې یاده موسسه د درملنې د بیا پيل لپاره درملنه، کارکوونکي او مسلکي زدهکړې تامین کړي، چې سږ کال روغتیايي خدمات عملي شي.
د ډاکټر ناکامورا د انساني مرستو سفر په ۱۹۷۸ کال کې په پښتونخوا کې هله پیل شو، چې د غرختنې پرمهال یې د جذام یو ناروغ ولید. هغه د مرستې غوښتنه وکړه، خو د لنډمهالي سفر له امله ډاکټر ناکامورا درمل نهلرل او ونهتوانېد چې درملنه یې وکړي. نوموړی له درنې اندېښنې سره جاپان ته ستون شو او په ۱۹۸۴ کال کې د یوې نړیوالې غیر دولتي موسسې په استازولي د پېښور یوه روغتون ته بېرته راغی، چې د جذام ناروغانو درملنه پېل کړي او بالاخره یې له خپل رسمي ماموریت وروسته هم په پښتونخوا او افغانستان کې پاتې کېدل غوره کړل.
د ناکامورا هیلې غوړیږي
د جاپان یومیوري شیمبون ورځپاڼې د رپوټ له مخې، اوس پېښور کای موسسه هڅه کوي چې د هغه ارمان ژوندی وساتي، د افغانستان لپاره روغتیايي کارکوونکي وروزي او په سیمه کې د جذام ناروغانو درملنه بېرته پیل کړي. دا هڅې د هغو سیمو لپاره حیاتي ګڼل کېږي چې هلته د روغتیايي خدماتو کچه ټيټه ده او ډیرو ناروغانو ته لا هم لاسرسی نشته.
له ۲۰۰۰ کال راهیسې وچکالۍ په افغانستان کې سخت تاوانونه اړولي او ماشومان له لوږې او ساري ناروغیو مړه شوي دي. ډاکټر ناکامورا او د هغه ملګرو په هغه وخت کې ویلي و، چې « یو د اوبه خور کانال له سلو کلینیکونو زیات ارزښت لري» او همدا لامل و، چې هغوی د اوبو کانالونو او څاګانو جوړولو ته مخه کړه. ناکامورا سره له دې چې د جذام ناروغانو اندېښنه ورسره وه، خو د اوبو لګولو پروژې ته یې لومړیتوب ورکړی و.
ورځپاڼه وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې، چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، د افغانستان په غرنیو سیمو کې نسبي امنیت رامنځته شوی. له همدې امله دا موسسه وتوانېده چې د افغانستان په ختیځ کې پرمنځنیو او وړو سیندونو د اوبو لګولو کانالونه جوړ کړي.
د جذام د درملنې بیا پيل
د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې د ننګرهار ولایتي ادارې او د طالبانو تر کنټرول لاندې د عامې روغتیا وزارت له دې موسسې وغوښتل چې د جذام درملنه بېرته پيل کړي. له مشورتي غونډو وروسته، د موسسې مشرتابه په مارچ کې پرېکړه وکړه چې درملنه بېرته پیل کړي.
د موسسې مشر، مسارو موراکامي (۷۵ کلن) وايي، « اوس چې لا هم یو شمېر هغه ډاکټران او صحي کارکوونکي ژوندی دي چې پخوا یې تشخیص او درملنه کوله، موږ کولی شو له خپلو منابعو استفاده وکړو او د روغتیایي کارکوونکو نوی نسل وروزو».
طالبانو ژمنه کړې، چې کلینیکونه په واک کې ورکول کېږي او درملنه به تر ډېره پر ختیزو سیمو، په ځانګړې توګه ننګرهار ولایت متمرکزه وي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د جذام ۴۵ پېښې ثبت شوې وې، خو د روغتیايي خدماتو د کمښت له امله، د ناروغانو کره شمېر جوت نه دی.
موسسه به د ډاکټرانو، نرسانو او د لابراتوار کارکوونکو یوه ګرځنده ډله جوړه کړي چې د جذام ناروغان وپېژني، ژر تر ژره یې درملنه پیل کړي او د روغتیا نړیوال سازمان لهخوا ورکړل شوي وړیا درمل تطبیق کړي.
جذام، چې عصبي سیستم اغېزمنوي، د پوستکي له ناروغیو ګڼل کېږي.
د طالبانو تر واک لاندې اداره کې، چې ښځې باید خپل مخ او بدن پټ وساتي د روغتیايي خدماتو وړاندې کول محدودیتونه لري. له همدې امله، موسسه هڅه کوي چې ژر تر ژره ښځینه کارکوونکي وګوماري. خو دا معلومه نه ده، چې طالبان دوی ته د ښځینه ډاکترانو د ګومارنې اجازه ور کوي او که نه.
مسارو موراکامي وايي، « جذام هغه ټکی و چې له امله یې ډاکټر ناکامورا په افغانستان کې پاتې شو. هغه به ویل: هیڅوک نهځي، نو موږ به لاړ شو. موږ غواړو دا روحیه راتلونکو نسلونو ته انتقال کړو».
په همدې لړ کې، موسسه دوه ورځې وروسته د مې پر۱۰مه په فوکواکا ښار کې د جذام او ډاکټر ناکامورا په اړه یو مستند فلم نندارې ته وړاندې کوي، چې د درملنې د بیا پیل اعلان دی.