ملګري ملتونه: افغانستان په یوه ژور اقتصادي ناورین کې ډوبېدونکی دی

۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (یو این ډي پي په خپل یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې افغانستان لا هم له کږلېچونو ډک ټولنیز اقتصادي ناورین سره مخ دی.

راپور کې راغلي چې د طالبانو تر واک لاندې کلیوالي سیمو کې له ښځو سره ناانډولي هم ډېره شوې ده.

د ملګرو ملتونو په خپاره شوی راپور کې راغلي، چې له ۲۰۱۹ کال وروسته افغانستان په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو کې لږ پرمختګ اقتصادي پرمختګ کړی، چې وده یې ۲.۷ سلنه ښودل شوې ده.

خو دا پرمختګ ډېر کمزوری بلل شوی، ځکه د ۲۰۲۴ کال په لومړیو نهه میاشتو کې د افغانستان سوداګریز کسر ۶.۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال په همدې موده کې ۵.۱ میلیارده ډالره و.

دغه شمېرې ښيي، چې د کورني تولید کچه ټيټه ده او د کار موندنې فرصتونه هم کم شوي دي. د طالبانو اقتصاد لا هم په وارداتو او نړۍوالو مرستو سخت متکي دی.

راپور زیاتوي چې ۷۵ سلنه افغانان په ۲۰۲۴ کال کې له اقتصادي ناامنۍ سره مخ شوي، چې دا شمېره د تېر کال په پرتله شپږ سلنه لوړه شوې ده.

د خلکو لاسرسی د مناسبو کورونو، روغتیايي خدمتونو او اساسي توکو ته کم شوی او د اقتصاد تر څنګ اقلیمي ستونزې هم زیاتې شوې دي.

هغه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي، کلیوالې سیمې او بې ‌کوره خلک تر ټولو زیات د عوایدو او لګښتونو له کمېدو سره مخ شوي دي.

۹۰ سلنه افغان کورنۍ شکایتونه کوي چې د شتمنیو او عاید د لاسه ورکولو له امله مجبوره شوي چې خپل ورځني لګښتونه راکم کړي.

راپور وايي، چې د ښځو پر زده کړو او کار دوامداره محدودیتونه د جنسیتي نابرابرۍ کچه نوره هم زیاته کړې، چې ښځې لا زیاتې بې ‌وزلۍ او ټولنیزې انزوا سره مخ شوي.

کلیوالي سیمې چې د افغانستان ۷۱ سلنه نفوس تشکیلوي، لا هم د روغتیايي خدمتونو، پاکو اوبو او دوامدارو فرصتونو له کمښت سره مخ دي.

کاني ویګناراجا د (UNDP) برخې مشر ویلي: «زموږ نوې څېړنې ښيي چې د افغانستان د ناورین لوری لا هم سخت اندېښمنونکی دی. افغانان له تېرو لسو کلونو راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دي او اوس چې زرګونه کډوال هېواد ته راستانه شوي او نړۍوالې مرستې کمې شوي، افغان ټولنه له ډېرو لوړو خطرونو سره مخ ده. دا حالت بیا هم ښځو او نجونو ته ډېر زیان اړوي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یاد سازمان استازی سټیفن روډرېکس په وینا: «موږ ټینګار کوو چې یوازې بشري مرستې بسنه نه کوي، بلکې اقتصادي او ټولنیزې دوامدارې حل لارې ضروري دي. د ښځو پر وړاندې اوسني محدودیتونه باید له منځه یوړل شي، څو د دوی د هوساینې، بنسټیزو حقونو او اقتصادي وده تضمین شي.»

راپور وړاندوینه کوي چې که پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه همداسې دوام وکړي، نو تر ۲۰۲۶ کاله به د افغانستان اقتصاد ته نږدې ۹۲۰ میلیونه ډالره زیان ورسېږي.

راپور د ښځو د کاروبارونو، کوچنیو او منځنیو شرکتونو، کرنیزو تولیدي زنځیرونو، دوامداره معیشتي پروژو او ټولنیزو ملاتړ پروګرامونو پراخ ملاتړ ته اړتیا ښيي.

نور خبرونه

رادیو