منظور پشتین: هند په پنجاب کې او پاکستان په پښتونخوا کې بمباري کړې

۵ ساعتونه مخکې

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پشتین د پاکستان پر پوځ تور ولګاوه چې د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې یې پر یوه جومات هوايي برید کړی، چې له امله یې بې ګناه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

پشتین د چارشنبې په ورځ پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، چې دا بمباري د ټانک ولسوالۍ د وړوکي کلی په سیمه کې شوې.

پشتین وايي، « د شپې هند پر پنجاب د بې پیلوټه الوتکې بریدونه وکړل، خو پاکستان د پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په وړوکي کلي کې پر یوه جومات بم وغورځاوه».

د رپوټونو له مخې، د نیک زمان او محمد انور بیټني په نامه کسان په دې پېښه کې وژل شوي او د ممتاز علي شاه او حکمت الله په نامه نور ټپیان شوي دي.

منظور پشتین دا پېښه « د پښتنو پر ضد د دوامداره تاوتریخوالي او ریاستي ظلم یوه بله بیلګه» وبلله او د جمعې په سهار یې د ټانک ښاروالۍ په تالار کې د شورغږ او پرلت غوښتنه کړې ده.

نوموړي له ولسي خلکو غوښتي، چې په دغه پرلت او اعتراضي غونډه کې برخه واخلي.

پشتین وايي، چې دا ډول پیښې په پښتني سیمو کې عادي شوې، خو پر وړاندې یې نه حکومت اقدام کوي، نه رسنۍ پوښښ ورکوي او نه سیاسي مشران غبرګون ښيي.

نوموړي دا هم وویل چې پر پنجاب د هند د هوايي بریدونو پر وړاندې عاجلې پارلماني غونډې، رسنیز رپوټونه او سیاسي غندنې وشوې.

پشتین زیاته کړه، « د پنجاب پر پېښو هر څوک خواشیني دي، خو زموږ د شهیدانو، ټپیانو او کړیدلو کورنیو غږ څوک نه اوري. نه یوازې غلي دي، بلکې هغه خلک چې له پښتنو سره خواخوږي لري، دولت هغوی ته د حقارت په سترګه ګوري».

پاکستاني چارواکو تر اوسه دپي ټي ایم د ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پوځ ډېری وخت د قبايلي سیمو د عملیاتو په اړه تبصره نه کوي او دا د ملي امنیت موضوع بولي.

نور خبرونه

رادیو