بلوڅ ازادۍ غوښتونکي: د پاکستان پر پوځ په شپږو بریدونو کې ۴ پوځيان وژل شوي

۳ ساعتونه مخکې

بلوڅ ازادۍ غوښتکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په کيچ، مستونګ، کچهي او نورو سیمو کې يې د پاکستان پر پوځیانو ۶ بریدونه کړي، چې پر مهال یې ۴ پاکستاني پوځیان وژلي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکو ځايي خلکو ته خبردارۍ ورکړی، چې د پوځ سره له همکارۍ لاس واخلي.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکو د پنجشنبې په ورځ د (غويي ۱۸مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان پر پوځ او امنيتي پوستو یې شپږ بريدونه کړي او پاکستاني پوځيانو ته یې تلفات اړولي.

په اعلاميه کې ویل شوي، چې تېره ورځ يې پر پاکستاني پوځيانو د دشتک په سيمه کې د ماین چاودنه کړې، چې پر مهال یې يو پاکستانی پوځي وژل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخي، چې د پوځ پر بېلابېلو پوستو یې په جلا بریدونو کې ۲ پوځیان وژلي او ۳ نور يې زخميان کړي دي.

د بلوڅ ازادۍ غوښتنکو په خبره، چې په دې بریدونو کې يې د پاکستاني پوځ ګادي هم سوځولي او یو شمېر پوځي تجهیزاتو ته يې اور هم اچولی دی.

دوی له خلکو په جدي ډول غوښتي، چې د پوځ سره د همکارۍ لاس واخلي کنه ګيله يې له ځانه ده.

د بلوچ ازادۍ غوښتونکو ددغه ادعا په اړه تر اوسه د پاکستان حکومت رسنیو ته څه ندي ویلي.

نور خبرونه

رادیو