صادق خان: له افغانستان سره د اړیکو له پامه غورځول د پاکستان په زیان تمامېږي

۱۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان په یوې سيمه ييزه غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پیاوړتيا ټينګار کړی.

نوموړي زياته کړې، چې له افغانستان سره د اړیکو له پامه غورځول د پاکستان په زیان تمامېږي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان د ترهګرۍ تر سیوري لاندي د پاکستان او افغانستان اړیکې تر سرلیک په نامه يوې غونډې ته د چهارشنبې په ورځ ویلي «له افغانستان سره د پاکستان اړېکې مهمې دي او باید له پامه ونه غورځول شي.»

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دغو اړیکو له پامه غورځولو سره پاکستان هر وخت بیه پرې کړې ده.

هغه د پاکستان حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د افغانستان د اوسنۍ ادارې او ولس سره باید ژر تر ژر تعامل پيل کړي، چې مثبتې پايلې تر لاسه کړي.

پاکستان په کور دننه د خپلي ناامنۍ پړه زيات مهال پر طالبانو اچولې؛ خو طالبانو د پاکستاني مسولینو دغه ډول څرګندونې رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو