ملاله یوسفزۍ هند او پاکستان ته: «کرکه او تاوتریخوالی زموږ ګډ دوښمنان دي»

۲۲ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ په تړاو د اندېښنې ترڅنګ د دواړو هېوادونو له مشرانو غوښتي، چې روان کړکېچ کم او د ملکيانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو د ژوند خوندي‌توب لپاره جدي اقدامات وکړي.

ملالې د خپلې اېکس‌‌پاڼې له لارې ټینګار کړی، «کرکه او تاوتریخوالی زموږ ګډ دوښمنان دي، نه یو بل» او پر نړۍوالې ټولنې یې غږ کړی چې د خبرو‌اترو او ډېپلوماسۍ پیاوړتیا لپاره لاس په کار شي.

نوموړې د دواړو هېوادونو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ شریکولو ترڅنګ زیاته کړې، چې په دې سختو شېبو کې خپلو ټولو ملګرو، کورنۍ، ښوونکو، فعالانو او هغو نجونو ته چې په پاکستان کې یې ورسره ګډ کار کړی، سخته اندېښمنه ده.

د بشري حقونو فعالې او د نوبل سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ وايي، چې سوله په سیمه کې د امنیت او ګډې سوکالۍ د ډاډمنتیا یوازینۍ ممکنه لاره ده.

نوموړې دا څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې هند د پاکستان پر خاوره هوایي بریدونه ترسره کړل.

د هند حکومت ادعا کوي، چې دغه بریدونه د ترهګریزو ډلو پر ضد ترسره شوي، خو پاکستان دا بریدونه «بزدلانه حملې» بولي او وايي، چې په مناسب وخت او ځای کې به ورته مناسب ځواب ورکړي.

نور خبرونه

رادیو