طالبان: تر موږ مخکې په کتابتونونو کې داسې کتابونه ول چې پیغمبر ته په‌کې سپکاوی شوی

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رایټ مسوول عبدالحق حماد وايي، چې دغې ډلې د هېواد له بازاونو سلګونه کتابونه راټول کړي دي.

د نوموړي په وینا، تر دغې ډلې مخکې داسې کتابونه په کتابتونونو کې ساتل کېدل چې پیغمبر ته په‌کې سپکاوی شوی دی.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۱۷مه) په یوې خبري غونډه کې دغو راټولو شویو کتابونو ته د «اسلامي شریعت او افغاني کلتور خلاف» نوم ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو مخکې د بازارونو په کتابتونو کې داسې کتابونه هم د مطالعې لپاره ساتل کېدل چې د اسلام پیغمر ته په‌کې سپکاوی شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کاپي رايټ مسوول منلې، چې دغې ډلې د دوی د طالباني ایډیالوژۍ او ارزښتونو خلاف کتابونه هم راټول کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او هنر مرستیال عتیق‌الله عزيزي څو ورځې مخکې په یوې خبري غونډه کې ویلي، پر هغو کتابونو بندیز دی چې «د اسلامي او افغاني ارزښتونو پر خلاف دي او ملي یووالي ته زيان رسوي.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت شاوخوا درې میاشې مخکې کتاب پلورونکو ته امر کړی و، چې د «اسلامي ارزښتونو خلاف» کتابونو له چاپ او خپراوي دې ډډه وکړي.

دغه وزارت ویلي و، چې په ټولو ولایتونو کې د «منع شویو کتابونو» د راټولولو بهیر دوام لري.

د طالبانو دغو بندیزونو ته لیکوالانو او د کتاب مینه‌والو توند غبرګونونه ښودلي‌ دي.

دوی نیوکې کړې، چې د طالبانو د سخت دریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا په خپله خوښه مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ باسي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.

نور خبرونه

رادیو