تحریک طالبان پاکستان د جنوبي وزیرستان له خلکو نه په یوه اعلامیه کې د یووالي غوښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې که د دوی په وینا، د بهرني دښمن پر ضد ګډ دریځ ونه نیول شي، سیمه به یو ځل بیا په شخړو کې ښکیله شي.
یاده اعلامیه، چې د طالبانو د «عمر میډیا» له لارې خپره شوې، ټینګار کوي چې جګړه یوازې د طالبانو نه، بلکې د سیمې د ټولو خلکو ده، ځکه د دوی په وینا،«هغه خاوره، عزت، کلتور او طبیعي سرچینې چې تر اشغال لاندې دي، د ټولو ګډ ملکیت دی».
د یادې ډلې ویاند محمد خراسانی وايي، « دا دښمن یوازې د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ولس دښمن دی. دا هغه قوت دی چې زموږ پر خاوره یې زور راوړی، زموږ کلتور یې له منځه وړی، او زموږ ولس یې بېځایه کړی دی».
خراساني وايي، د پخوا په څېر که علماء، مشران او ځوانان یو موټی شي، نو د دوی په وینا، دا « کرایه شوي پوځیان به ژر له سیمې وتښتي».
هغه ادعا کوي چې د تحریک تېرو ناکامیو یو لامل د عام ولس او «مجاهدینو» تر منځ واټن و، چې د دښمن لهخوا جوړ شوی و، خو دا واټن باید نور ختم شي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ولس نور د هجرتونو توان نه لري، « خلک نور له کډوالۍ ستړي شوي، دوی اوس خپل کورونه بیا اباد کړي دي. که دښمن یو ځل بیا د دوی ایستل غواړي، نو باید ټول مشران او علماء دا هڅې شنډې کړي».
دا اعلامیه داسې مهال خپرېږي چې څو ورځې وړاندې د سویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې په زرګونو خلکو د امن لاریون وکړ او له ښکیلو اړخونو یې وغوښتل، چې ددوی سیمې ته جګړه ور نه وړي.
د پاکستان حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د دې اعلامیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.