د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو د اورېدو وزیر خالد حنفي د نورستان له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، چې «له اسلامي نظام سره د خلکو همکاري واجب ده.»
نوموړي له ديني علماوو او محتسبانو غوښتې، چې په ټولنه کې د ناسمو رواجونو او زياتو لګښتونو مخه ونیسي.
د طالبانو د امربالعمروف او شکایتونو د اورېدو وزير خالد حنفي د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) د نورستان له ديني علماوو سره په لیدنه کې ټينګار کړی، چې په ټولنه کې باید د بې ځایه لګښتونو او ناسمو رواجونو مخه ونیول شي.
نوموړي زياته کړې، چې د هبت الله اخوندزاده د فرمانونو او حکمونو له مخي، په ټولنه کې اصلاحات رامنځته شوي او باید ټول يې پر ځان عملي کړي.
حنفي ویلي، چې د ښځو مهر او میراث حق په ورکولو کې یې خپلې وروستۍ هڅې کړي او له کورنیو یې غوښتي، چې د ښځو د شرعي حقونو په ورکول کې خپل مسوولیت ادا کړي.
نوموړي زياته کړې: «نارینه په ډېرو برخو کې نجونو ته د مهر او میراث حق نه ورکوي، په بې ځایه لګښتونو سیالۍ کوي او یو بل ته پېغورونه ورکوي، خیراتونه په قرض تر سره کوي، حج ته ولاړ شي؛ خو تر راتګ وروسته دوه برابره مصارف وکړي، د دې ټولو شیانو مخه باید ونیول شي.»
د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر خالد حنفي تېره اونۍ ویلي و، چې تر اوسه یې د خلکو لسګونه زره شکایتونو ته رسېدنه کړې، چې په دې لړ کې یې ۲۵زره ښځو ته د میراث حقونه هم ورکړي دي.
د دغه وزارت محتسبان د خپل سخت دریځي مشر د امر له مخې ښځینه پرته له محرمه کورني سفرونو ته نه پرېږدي او ان په ځینو ولایتونو کې ښځینه په ټکسي موټرو کې د سفر پر مهال له پوښتنو ګروېږنو سره مخ کېږي.
همداراز د طالبانو د امر بالمعروف ډله په نادولتي موسساتو کې د ښځینهوو د کار مخه هم نیسي او نه یې پرېږدي چې دندې وکړي.
ملګرو ملتونو په خپلو راپورونو کې د امربالعمروف قانون د افغان ښځو لپاره خورا ظالمانه او له کړاوونو ډک بللی دی.
د دغه ډلې له زندانونو یو شمېر ازادو شویو مېرمنو نیوکې کړې، چې د طالبانو په زندانونو کې له سختو شکنجو سربېره له جنسي تېریو سره هم مخ شوې دي.