طالبان وايي، چې د دغې ډلې د ریاستالوزرا اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر مولوي عبدالسلام حنفي په پکتیا ولایت کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د «دارالقرار»په نوم استوګنیز ښارګوټی پرانیستی دی.
د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د سې شنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) زیاته کړې، چې دا ښارګوټی د دغې ډلې د ښارجوړونې او ښاري پراختیا وزارت په همکارۍ جوړ شوی او دوه زره جریبه مساحت لري.
د طالبانو د بیان لهمخې، د دغه ښارګوټي پروژه پر بنسټیزو اسانتیاوو لکه جوماتونو، ښوونځیو، پارکونو، روغتیایي کلینیکونو، مارکېټونو او د څښاک اوبو سېستم سمبال ده. د ۹۸۰ نمرو درلودونکي دغه ښارګوټي۱۰۰نمرې د سرې میاشتې لهخوا او یو شمېر نور یې د قطر خیریه بنسټونو په مرسته جوېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ستنو شویو کډوالو ته د دایمي استوګنځيو د برابرولو لپاره هڅې زیاتې کړي دي.
د طالبانو د اقتصاد وزیر څو ورځې وړاندې د کورنیو او بهرنیو موسسو له استازو سره په یوې ناسته کې وویل، چې په شپږو ولایتونو کې یې د کډوالو ښارګوټو کې د ځمکو د وېش چارې پیل کړې دي او په ۱۱ نورو ولایتونو کې هم په پام کې دي.
له دې سره، طالبان د دغو ښارګوټو د پرانیستلو په تړاو داسې مهال خبر ورکوي، چې ګڼ شمېر هېوادوال هېواد ته د بېرته راستنېدو پرمهال د بشري حقونو بنسټیزو اصولو د نه رعایت له امله شکایت کوي.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ د طالبانو د رياستالوزراء اداري مرستیال او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مشر عبدالسلام حنفي ویلي و، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغانانو اېستل د شرم وړ خبره ده.
ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبرې اېستلو ته زور ورکړی دی.
تېره ورځ د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت ویلي و، چې یوازې د تېرې چهارشنبې په ورځ د تورخم له لارې دوه زره او ۲۹۸ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.