ریچارډ بېنېټ: پښتانه له طالبانو سره تړل، له تبعیضه ډکه او زیانمنونکې خبره ده

۲۲ ساعتونه مخکې

د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ ویلي: «سویسي چارواکو ډاډ راکړی، چې له دغه هېواده د قومیت پر بنسټ د افغانانو د اېستنې موضوع هیڅ وخت تر بحث لاندې نه وه.»

هغه پر اېکس پاڼه دغه موضوع مهمه ګڼلې او لیکلي یې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو سره د پښتنو یو ګڼل او د دغې ډلې تر ولکې لاندې د دوی د امنیت او ملاتړ خبره «ناسمه، له تبعیضه ډکه او زیانمنونکې ده.»

دغې موضوع وروسته له هغه د ځینو سیاست‌والو او بشري حقونو ملاتړو څرګندونې او غبرګونونه راپارولي دي، چې ښایي سویس پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي او لامل یې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر له اړخه د دوی نږدېوالی او پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې نه ګواښ ښودل شول و.
د سویس نیه څورښر څایتونګ راپور ورکړی و، چې د سویس حکومت د افغان کډوالو د بېرته اېستلو لپاره یوې حساسې طرحې ته اشاره کړې او دا مفکوره د سویس د کډوالۍ په پالیسۍ کې د احتمالي تغییر نښه کېدای شي.

خو دغې موضوع ته تر پراخو غبرګونونو وروسته؛ د سویس د کډوالو چارو ادارې یوې ویاندې ماګدالینا راسټ افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د افغانستان لپاره د پناه غوښتنې او بېرته ستنولو پالیسي وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې بدله شوې او دا پالیسي د اخراج په بهیر کې د قومونو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.
د سویس د کډوالو دولتي سکرتریت (SEM) د جرمني ژبو رسنیو ویاندې د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسۍ کې د قومونو پر بنسټ د توپیر راوستلو کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم دا موضوع د بحث په اجنډا کې شامله وه.

نور خبرونه

رادیو