د افغانستان د نیمروز ولایت په ابریشم پل کې چې د افغانستان او ایران ترمنځ مهم سوداګریز تمځای بلل کېږي، د ایران دوو تېل وړونکو ټانکرونو د تخنیکي ستونزو له امله اور اخیستی، خو د نیمروز ولایت د چارواکو په وینا، اور د وخت په حساس پړاو کې مهار شوی او د هر ډول انساني تلفاتو مخنیوی شوی.
د طالبانو د نیمروز ولایت مقام له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اور د اطفایې ریاست له خوا ژر مهار شو او له هر ډول زیان څخه مخنیوی وشو. اعلامیه زیاتوي: «وضعیت په خپل وخت کنټرول شو او ډېر ژر به د پله ترافیکي حرکت بېرته عادي شي.»
طالب چارواکو دا هم ویلي چې هڅه کوي له ورته پېښو څخه په راتلونکي کې مخنیوی وشي.
د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د هیرمند ولسوالۍ سرپرست ولسوال علیرضا شهرکي هم پېښه تایید کړې.
نوموړي ایرنا خبري اژانس ته ویلي: « یو ایرانی ټانکر له افغانستان نه راستنېده او لا د ایران خاورې ته تازه داخلېده چې د ابریشم ترانزیټي پل پر سر ولګېده، خو له نېکه مرغه هیڅ تلفات نه لري».
شهرکي وویل، سره له دې چې د ایران د دوست محمد د اور وژنې اډه بشپړه تیارسۍ حالت کې وه، خو د افغانستان د اور وژنې ډلې پر وخت مداخلې ته په کتو، اړتیا نه وه چې ایرانۍ اطفایه سیمې ته واستول شي.
نوموړي دا هم تایید کړه چې د اورلګېدنې له امله د میلک ترانزیټي پل بنسټیزو جوړښتونو ته زیان نه دی رسېدلی او د اور د علت په اړه تخنیکي پلټنې روانې دي.
د میلک سرحدي دروازه د افغانستان او ایران ترمنځ له مهمو تجارتي او ترانزیتي لارو شمېرل کېږي.