هندي رسنۍ: د امنیت شورا په غونډه کې د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي کمښت غوښتنه وشوه

۲۳ ساعتونه مخکې

د هند اېنډین اېکسپرېس رسنۍ راپور ورکړی، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ماسپښین د تړلو دروازو تر شا د هند او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ په تړاو غونډه وکړه.

دغه کړکېچ د جمو او کشمیر په پهلګام سیمه کې د ترهګریز برید وروسته پیل شو، چې له امله یې ۲۶سېلانیان ووژل شول.

د راپور له مخې، په غونډه کې ټولو ګډونوالو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو غوښتنه وکړه او د پاکستان لپاره یې سختې پوښتنې راپورته کړې.
دغه غونډه تېره ورځ د پاکستان په غوښتنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د مشر له‌خوا تنظیم شوې وه.
په دغه غونډه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۵ غړو ګډون لاره.
د سیاسي او سولې په چارو کې د منځني ختیځ، اسیا او ارام سمندر لپاره د تونس مرستیال سرمنشي خالد محمد خیري له غونډې څخه د وتلو پر مهال وویل، چې په غونډه کې د خبرو اترو او د شخړې سوله‌ییز حل غوښتنه شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې اوس‌مهال وضعیت بې ثباته دی.
له بل پلوه بیا په ملګرو ملتونو کې د یونان دایمي استازي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اوسني مشر ایوانجیلوس سېکرېس دغه غونډه ګټوره یاده کړه.
په راپور کې ادعا شوې، چې د وضعیت نړۍوال کولو لپاره د پاکستان هڅه ناکامه شوه او د دغه شورا غړو اندېښنه څرګنده کړه چې د پاکستان د توغندیو ازموینې او اټومي بیانونه د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار احمد خبریالانو سره د خبرو پرمهال د شورا څخه د تاوتریخوالي د کمولو او خبرو اترو وړاندیز له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه:« که څه هم پاکستان د شخړې هڅه نه کوي؛ خو موږ په بشپړ ډول چمتو یو، چې د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړو.»

د پهلګام برید وروسته
د جمو او کشمیر په پهلګام کې له برید وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي.
دغه پېښه کې بریدګرو د سېلانیانو په یوه ډله ډزې وکړې، چې له امله یې ۲۶ کسان ووژل شول.
د دغې پېښې پړه د لشکر طیبې ډلې په غاړه واخیسته.
له برید وروسته، د هند حکومت د پاکستان په وړاندې د اوبو تړون ځنډولو او له دغه هېواده د پاکستاني وګړو د اېستلو په ګډون ګڼ افدامات وکړل.
سره له دې چې پاکستان یې هم په ځوابي توګه پر وړاندې ګڼ اقدامات ترسره کړل؛ خو د پاکستاني پوځیانو له‌خوا بیا بېګا شپه هم د پرلپسې ۱۲مې ورځې لپاره په پوله ډزو دوام لاره.

نور خبرونه

رادیو