سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نن ماښام د بلوچستان په چمن کې د سپین بولدک دروازې ته څېرمه د موټرو په تمځای کې چاونې له امله پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.
د چمن پولیسو ځايي خبریالانو ته ویلي، چې چاودنه د سپین بولدک دروازې ته څېرمه د موټرو په پارکینګ کې شوې، چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
سرچینو ویلي، چې چاودنه د هغو افغان کډوالو په منځ کې شوې چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره په تمه وو، خو د وژل شویو کسانو هویت لا نه دی په ډاګه شوی.