د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، چې متحده عربي امارات غواړي په کابل کې د اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن سې شنبه، د غويي ۱۶مه، د متحده عربي اماراتو د ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي په حواله وویل، چې په دغه کنفرانس کې به د افغانستان لپاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې په مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
دغه راز نوموړي په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ او د سړکونو جوړولو په برخه کې پانګونې ته د خپل هېواد لېوالتیا ښودلې ده.
په دې لیدنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تر څنګ ددې ډلې د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني هم حضور درلود.
د طالبانو ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او دوی به هڅه کوي چې په دې زېرمو کې پانګونه جذب او افغانستان په خپلو عوایدو متکي کړي.
د طالبانو د اعلامیې له مخې، ملا برادر زیاته کړې چې د متحده عربي اماراتو پانګوال کولی شي په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د متحده عربي اماراتو پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړیږي.