د سویس کډوالو ادارې د قومیت پر اساس د پښتنو د اېستلو موضوع رد کړه

۲۰ ساعتونه مخکې

د سویس د کډوالو چارو ادارې یوې ویاندې ماګدالینا راسټ افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د افغانستان لپاره د پناه غوښتنې او بېرته ستنولو پالیسي وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې بدله شوې او دا پالیسي د اخراج په بهیر کې د قومونو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.

د سویس د کډوالو دولتي سکرتریت (SEM) د جرمني ژبو رسنیو ویاندې د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسۍ کې د قومونو پر اساس د توپیر راوستلو کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم دا موضوع د بحث په اجنډا کې شامله وه.

ماګدالینا راست د خپلې ادارې په استازیتوب د افغانستان انټرنشنل- پښتو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا رښتیا هم د قومیت پر اساس ددغه هېواد د اخراج په پالیسۍ کې بدلون راغلی، وویل، « د دا ډول بدلون موضوع هېڅکله زموږ د پالیسي په اجنډا کې نه ده شامله شوې».

یادې ادارې زیاته کړې چې د پناه غوښتنې او بېرته لېږلو پرېکړې د اصلي هېواد د وضعیت د دوامدار تحلیل پر بنسټ کېږي.

د سویس د کډوالو دولتي سکرتریت وايي، چې دوی د افغانستان حالت په دوامدار ډول څاري او که اړتیا پېښه شي، پالیسي بدلوي.

راست وايي، « وروستی بدلون د ۲۰۲۵ کال په اپریل میاشت کې راغلی، چې د افغانانو د بېرته لېږلو بهیر پر ټولو قومونو یو ډول تطبیقېږي».

په ورته وخت کې په سویس کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ وايي، چې د سوېس د فدرالي دولت د مهاجرت له ادارې سره د تماس او وضاحت غوښتنې پر بنسټ، دې ادارې ډاډ ډاډ ورکړی چې دا ادعاوې بشپړې بې‌اساسه دي.

په استول شوې رسمي مکتوب کې ویل شوي، « یاد رپوټ د هغو داخلي اسنادو پر بنسټ لیکل شوی چې یوازې د فرضي سناریوګانو د ارزونې لپاره چمتو شوي وو، څو د احتمالي بیا ادغام پروګرامونو لپاره تیاری ونیول شي. باید واضح شي چې د پناه غوښتنې په تګلاره کې، په ځانګړي ډول د قوم پر بنسټ، هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی».

له دې وړاندې د سویس نیه څورښر څایتونګ رپوټ ورکړی و، چې ددې ادارې د اخراج مسوول د قومیت پر اساس د پښتنو د اخراج نظر ورکړی و، چې ددوی په باور، د طالبانو له اړخه ورته خطر کم دی.

نور خبرونه

رادیو