د پاکستان پوځ وایي، د پښتونخوا په بیلابیلو ولسوالیو کې یې د عملیاتو پر مهال اته وسلهوال وژلي او د جګړې په لړ کې د دوی یو افسر هم وژل شوی.
د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا عملیات یې په شمالي او سویلي وزیرستان، خیبر او بنو ولسوالیو کې ترسره کړي دي.
د ای ایس پي ار په اعلامیه کې راغلي، چې په سویلي وزیرستان او د شمالي وزیرستان په میرعلي کې یې پینځه وسلوال هغه مهال ووژل، چې امنیتي ځواکونو د دوی پر پټنځایونو برید وکړ او جګړه وشوه.
اعلامیه زیاتوي، چې له وسلوالو سره په دغه نښته کې د مجاهد خان په نامه یو پوځي افسر هم وژل شوی دی.
د پاکستان پوځ د همدغه اعلامیې له مخې، درې نور وسلوال په خیبر او بنو ولسوالیو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې وژل شوي او پوځ د دوی وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د پاکستان امنیتيادارو همداراز ویلي، چې د وسله والو د ځپلو په موخه یې عملیات تر هغه دوام کوي، ترڅو چې سیمه د وسله والو له ګواښونو خوندي شوې نه وي.