اتمر: د سویس د کډوالۍ نوې طرحه د طالبانو له ظلم څخه د ناسم او ناقص درک څرګندونه کوي

۱۶ ساعتونه مخکې

د مخکېني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د سویس د کډوالۍ ادارې د نوې طرحې په غبرګون وویل، دغه طرحه چې د پناه‌غوښتونکو پر قومیت ولاړه ده، نه یوازې د دې هېواد نړۍوالو ژمنو او مسوولیتونو ته سپکاوی دی، بلکې دا پر افغانانو د طالبانو له ظلم څخه د ناسم او ناقص درک څرګندونه کوي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې دې مسلې د سویس او د نړۍ د ویښو وجدانونو پام رااړولی، څو د کلیشه‌يي تفکر او نژادپال سیاستونو پر وړاندې ودرېږي.
ښاغلي اتمر همداراز د پښتنو کډوالو په اړه د سویس د کډوالۍ د ادارې د طرحې پروړاندې د افغانانو د غږ پورته کولو ستاینه وکړه او ویې ویل: «هغه څه چې یو ځل بیا زموږ د ملت د هیلې او ویاړ لامل شوی، هغه بې‌سارې یووالی او همغږي ده چې زموږ خلکو په دې ورځو کې وښوده. هغوی په استقامت او وقار سره د یو بل ترڅنګ ودرېدل او اجازه یې ورنه کړه چې کورنی یا بهرنی ظلم بې‌ځوابه مخکې لاړ شي.»
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې څو ورځې وړاندې د سویس یوې رسنۍ په دې وروستیو کې د دغه هېواد د کډوالو ادارې د یوه چارواکي پر وړاندیز راپور ورکړی و، چې افغانان دې د قومیت پر اساس افغانستان ته واستول شي، خو دغه وړاندیز د افغانانو له پراخ غبرګون سره مخ شو.
خو د سویس د کډوالو چارو ادارې یوې ویاندې ماګدالینا راسټ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د افغانستان لپاره د پناه غوښتنې او بېرته ستنولو پالیسي وروستی ځل د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې بدله شوې او دا پالیسي د اخراج په بهیر کې د قومونو ترمنځ هېڅ توپیر نه کوي.
د سویس د کډوالو دولتي سکرتریت (SEM) د جرمني ژبو رسنیو ویاندې د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پالیسۍ کې د قومونو پر اساس د توپیر راوستلو کوم بدلون نه دی راغلی او نه هم دا موضوع د بحث په اجنډا کې شامله وه.
ماګدالینا راست د خپلې ادارې په استازیتوب د افغانستان انټرنشنل- پښتو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا رښتیا هم د قومیت پر اساس ددغه هېواد د اخراج په پالیسۍ کې بدلون راغلی، وویل، « د دا ډول بدلون موضوع هېڅکله زموږ د پالیسي په اجنډا کې نه ده شامله شوې».
په ورته وخت کې په سویس کې د افغانستان سفارت او دایمي استازولۍ هم ویلي، چې د سویس د فډرالي دولت د کډوالۍ له ادارې سره د تماس او وضاحت غوښتنې پر بنسټ، دې ادارې ډاډ ورکړی چې دا ادعاوې بشپړې بې‌اساسه دي.

نور خبرونه

رادیو