په پکتیکا کې یو پخوانی نظامي مایدین افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو یې د کورنیو له غړو په زور ويډیو کړې او خپره کړې یې ده، چې ګواکې دوی نه دي شکنجه شوي.
مایدین له دې وړاندې ویلي و، چې د پکتیکا یحیی خېلو ولسوالۍ کې یې طالبانو څو وارې کور تلاشي کړی.
د پکتیکا ولایت د یحیی خېلو ولسوالۍ د سیمهییزو پولیسو پخوانی افسر مایدین، د شنبې په ورځ (د غويي ۱۳مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې طالبانو څو ځله د وسلو د لټون په پلمه د هغه کور تلاشي کړی او دده د کورنۍ غړي یې شکنجه کړي دي.
دغه پخوانی افغان نظامي وايي چې له افغانستان انټرنشنل څخه د رپوټ له خپرېدو وروسته طالبان ددوی کور ته ورغلي او له پلار او دوه وروڼو یې اجباري اعترافونه اخیستي، چې د دوی کورونه نه دي تلاشي شوي او نه هم شکنجه شوي.
دی زیاتوي، چې «نن یې بیا زما پلار او وروڼه تړلي ول او په مرګ یې ګواښلي دي».
مایدین همدراز وویل:« ځايي طالبانو ورته ویلي ول، چې ویډيوګانو کې مثبتې خبرې وکړئ او د خپل زوی څرګندونې ټولې رد کړئ.»
د طالبانو اړوندو تبلیغاتي ټولنیزو پاڼو د مایدین له پلار او دوه وروڼو ویډیويي اعترافونه خپاره کړي دي.
له دې وړاندې دغه پخواني نظامي ویلي و، چې څو ځله یې د یحیی خېلو ولسوالۍ ادارې ته د ځایي طالبانو پر ضد عریضې کړې دي او غوښتنه یې کړې چې دغه طالبان دې له داسې کړنو ډډه وکړي، خو وایي هېڅ یوې عریضې ته یې پاملرنه نه ده شوې.
مایدین، چې دا مهال له هېواده بهر ژوند کوي، زیاتوي: «سره له دې چې طالبانو د عمومي بښنې اعلان کړی، بیا هم پخواني نظامیان د بېلابېلو پلمو او فشارونو لاندې نیسي او د پخوانۍ دندې له امله یې ځوروي.»
دغه پخواني نظامي هغه انځورونه هم له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي وو، چې یو شمېر مخ پټي طالبان پکې، چې ځینې یې په نظامي جامو کې هم دي، د مایدین د کور په انګړ کې ګرځي.
په انځورونو کې ښکاري چې د وسلو موندلو په لټه کې دي.
هغه له طالبانو غوښتنه کوي چې په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د خپلو کسانو د خپلسرو کړنو مخه ونیسي.
سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبتالله د واکمنېدو په لومړیو کې د پخواني نظام ټولو غړو ته د عمومي بښنې اعلان وکړ، خو له هغه را وروسته وخت ناوخت د مخکیني حکومت پخواني سرتېري، امنیتي کارکوونکي او چارواکي یا په مرموز ډول وژل شوي، یا د طالبانو له لوري نیول شوي، شکنجه شوي او حتا وژل شوي دي.