د طالبانو مخالفې ازادۍ جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سویس دې د افغان وګړو د ایستلو په اړه د رسنیو د راپورونو په اړه وضاحت ورکړي.
ازادۍ جبهه وايي چې د توکم پالنې چلند د بشري حقونو د اصولو او معیارونو خلاف کار دی.
د سویس کډوالو اداره کې د یوې وړاندې شوې نظریې په غبرګون کې ازادۍ جبهې هم خبرپاڼه خپره کړې ده.
ددې جبهې په خبرپاڼه کې راغلي:«د ازادۍ جبهه له سویس څخه د افغان اتباعو د ایستلو پر پلان د غور د احتمال په اړه د رسنیو د راپورونو په اړه وضاحت غواړي»
دوی زیاتوي چې دا ډول رپوټونه او نظرونه به د یو شمیر هغو پناه غوښتونکو پر برخلیک منفي اغیز وکړي، چې په پښتنو پورې اړه لري.
د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي چې د سویس د قانوني اړتیاوو او نړیوالو مکلفیتونو په اړه په بشپړ پوهاوي او پوهې سره، دغه هېواد تر پوښتنې لاندې راولي.
یادې جبهې پر سویس غږ کړی، چې د دې مسالې په اړه د کره معلوماتو په ورکولو سره په ټوله نړۍ کې د افغان وګړو ترمنځ د اندېښنو د زیاتوالي مخه ونیسي.
د سویس حکومت دا ډول طرح او خبرونه تر اوسه نه دي تایید کړي.