په پاکستان کې د علامه اقبال سکالرشېپ له لارې ۳۰۰ افغان محصلین فارغ شول

۴ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې د لوړو زده کړو کمېسیون (HEC) د علامه اقبال سکالرشېپ پروګرام له لارې ۳۰۰ افغان محصلین فارغ شول.

دغو محصلینو په بېلابېلو برخو کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.

افغان زده کړیالانو د فراغت په مراسمو کې ویلي: «په پاکستاني پوهنتونونو کې زده کړې زموږ لپاره د ویاړ ځای دی. دې سکالرشیپونو زموږ خوبونه حقیقت ته ورسول.»

یوې افغانې ښځینه زده کوونکې چې نوم یې نه دی یاد شوی وویل: «ما د زړه ناروغۍ په برخه کې لوړې زده کړې کړي او دا د پاکستان له امله ده چې زه د ډاکټرې کېدو خوب پوره کولی شم.»

د لوړو زده کړو د کمېسیون رییس د مراسمو په ترڅ کې اعلان وکړ، چې د علامه اقبال سکالرشیپ درېیم پړاو چې د پاکستان د لومړي وزیر له خوا یې ملاتړ کېږي، ډېر ژر پیلېږي.

دا نوی پړاو به د ۴۵۰۰ نورو افغان زده کونکو لپاره په پاکستان کې د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

د راپورونو له مخې، د علامه اقبال سکالرشیپ پروګرام په لومړي ځل د پاکستان حکومت په ۲۰۱۰م کال کې پیل کړ.

د دې سکالرشیپ له لارې زرګونه افغان محصلین د پاکستان مختلفو پوهنتونونو ته د لیسانس، ماسټري او دوکتورا زده‌کړو لپاره ور وپېژندل شول.

یاده دې وي، چې د ۲۰۲۵م کال تر پیل پورې نږدې ۶،۰۰۰ افغان محصلینو د دې سکالرشیپ له لارې زده‌کړې کړې دي.

د پروګرام درېیم پړاو چې تمه ده ژر پیل شي، پلان لري چې ۴،۵۰۰نورو افغان محصلینو ته د لوړو زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دغه اقدام د پاکستان د لومړي وزیر د ځانګړي ملاتړ لاندې کېږي.

نور خبرونه

رادیو