د «شال» په نوم د یوه مدني بنسټ د راپور لهمخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، یوازې د پکتیکا ولایت په کچه د بشري حقونو د جدي سرغړونو لږترلږه ۲۸ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور مواد له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ پورې په پکتیکا کې د قربانیانو د کورنیو، د سیمې د عیني شاهدانو، سیمهییزو فعالانو او د دغه بنسټ د ساحوي څېړونکو لهخوا د راټولشویو معلوماتو پر بنسټ ترتیب شوي دي.
لومړی. له بشري حقونو سېستماتیکه سرغړونه
شال بنسټ لیکلي، چې په پکتیکا کې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو سرغړونې یوازې انفرادي پېښې نه دي، بلکې دا د یادې ډلې یو سېستماتیک او پلان شوی اقدام دی. ولس د وېرې له امله د دا ډول پېښو په تړاو خبرې نهشي کولای، ځکه چې د حقایقو څرګندول د طالبانو له نظره جرم ګڼل کېږي او افشاکوونکي ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي. د ډېرو پېښو مستندول له دې امله هم ستونزمن شوی چې دا سیمې له رسنیو او نړۍوالو ادارو څخه لرې دي.
دویم. وژنې
راپور ښيي، چې د طالبانو له لوري لسګونه ملکيان، د پخواني جمهوري حکومت امنیتي پرسونل، مدني فعالان او محصلین، ښځې او ماشومان په بېرحمانه ډول وژل شوي دي.
دا وژنې د مخالفت د ختمېدو، د ولس د وېرولو او د مخالفو خواوو د غږ خاموشهکولو په موخه تر سره شوې دي. قومندان بهاول له نږور او لمسي سره یو ځای، اسلم، شېراحمد، محمد، نورمحمد، ککی، اسدالله، عبدالرحمان، قومندان برات خان، محمد یاسین خان، خټک، عبدالحکیم او ګڼ نور هغه پخواني نظامیان، مدني فعالان او ملکيان دي چې د طالبانو او یا د دغې ډلې د پلویانو لهخوا وژل شوي. د راپور له مخې، ډېری کسان د شپې لهخوا له کورونو اېستل شوي او مړي یې بیا په لرو ځایونو کې موندل شوي دي.
ځینې کورنۍ یاد بنسټ ته په مرکو کې ویلي، چې په دې پېښو کې طالبانو یا یې پلویانو مستقیم لاس درلود، خو د دوی وېره دومره ډېره ده چې ان د عدلي شکایت جرئت نهلري.
یو ګډونوال وايي: «ورور مې د طالبانو لهخوا نیول شوی و او دوه ورځې وروسته یې مړی د کلي د جومات تر شا پیدا شو. هېچا نه وپوښتل چې ولې او څنګه ووژل شو؟»
درېیم. نیونې او شکنجې
طالبانو لسګونه کسان د بېلابېلو تورونو په پلمه نیولي چې ډېری یې پخواني پولیس، د پخواني پوځ سرتېري او مدني فعالان دي. دا کسان د ناڅرګندو ځایونو بندخونو ته لېږدول شوي او تر سختو شکنجو لاندې دي. د ځینو په تړاو لا تر اوسه معلومات نه شته چې ژوندي دي او که وژل شوي.
څلورم. ناپېژندې پېښې
په راپور کې ویل شوي، د ۲۸ پېښو تر څنګ داسې پېښې هم شته چې د مستندونو د نشتوالي له امله یې د ثبت امکانات خورا ډېر محدود و. ډېری دا پېښې په لرې پرتو سیمو کې شوي چې پهکې ځینې ډېرې خواشینوونکې او ډلهییزې وژنې هم شاملې دي.
پنځم. کډوالي او بېځایه کېدل
د راپور له مخې، د طالبانو لهخوا د وېرې، نیونې او د امنیتي ګواښونو له امله له ۹۰ سلنه ډېرې کورنۍ اړ شوي چې خپلې مېنې پرېږدي او د خپلو کورنیو د غړو د خونديتوب په موخه کډه وکړي. په راپور کې همداراز راغلي، چې ډېرې ښځې په خپلو کورونو دننه بندې پاتې دي او وخت ناوخته د طالبانو له لوري د پلټنو او چاپو هدف ګرځي.
شپږم. ګواښونه او ځورونې
طالبان د پخواني حکومت چارواکي، مدني فعالان او د هغوی کورنۍ هدف ګرځوي، دوامداره ګواښونه ورته کوي، چاپې وهي او ان داسې پېښې هم شته چې ځینو قربانیانو له ډېر فشار او له نه تمامېدونکو شکنجو وروسته ځان وژنې ته مخه کړې ده. د یوه پخواني ولسوال «نادر خان» کیسه ذکر شوې چې له څو ځله نیونې او شکنجې وروسته، د ناچارۍ له امله ځان څاه ته غورځولی دی.
اووم. له نړۍوالو سازمانونو غوښتنه
شال بنسټ له نړۍوالې ټولنې، د بشر حقونو سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې چې دا ډول سېستماتیک ظلمونه باید له پامه ونهغورځول شي، د پکتیکا له مظلومو خلکو سره مرسته وشي او د مجرمانو پر ضد نړۍوال اقدامات تر سره شي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې لږترلږه درېیو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و، چې طالبانو د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د پکتیکا ولایت د درېیو پخوانيو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ سرتېري له نیولکېدو وروسته د بېلابېلو پلمو له مخې وژلي دي.