طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په کندهار کې د نشه‌يي توکو پر ضد ۶۰ عملیات کړي دي

۵ ساعتونه مخکې

د کندهار ولایت د طالبانو امنیه قومانداني ادعا کوي، چې د دغې ډلې د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت له خوا په تېره یوه اوونۍ کې ۶۰ عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۱ کسان نیول شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ د دوشنبې په ورځ (د غويي ۱۵مه) د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یوه بیان کې زیاته کړې، چې په دې عملیاتو کې شاوخوا ۷۰۵ کیلوګرامه چرس، ۹۱۰ ګرامه مورفین، ۵۵ ګرامه ښیښه، ۵۶ ګرامه مایع کیمیاوي مواد، یو عراده موټر او پنځه سیټه موبایلونه هم ضبط شوي دي.

په بیان کې همداراز راغلی، چې د دې عملیاتو اړوند ۸ قضیې ثبت شوې دي.
له دې سره، طالبان وايي چې د دې عملیاتو پرمهال ۷.۵ جرېبه ځمکه چې پر هغې د کوکنارو کرکیله شوې وه، له منځه وړل شوې ده.

د طالبانو په وینا، د کندهار ښار او ولسوالیو له بېلابېلو سیمو څخه ۱۰۶ پر نشه‌يي توکو روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه اړوندو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

طالبان داسې مهال په کندهار کې د نشه‌یي توکو پروړاندې د عملیاتو خبره ورکوي، چې پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نړۍوالو په وار-وار ویلي، چې دغه هېواد کې د صنعتي نشه‌یي توکو تولید د پخوا پرتله څو چنده ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو ضد دفتر (UNODC) هم په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د تاریاکو بیې په افغانستان کې په بې‌ساري ډول لوړې شوې او دغه وضعیت د لویو قاچاق وړونکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي دي.

راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه د یو کیلوګرام خامو تاریاکو بیه ۷۵۰ امریکایي ډالرو ته رسېدلی و، خو اوسني بیې تر دې هم لوړ شوي دي.

سره له دې چې طالبان په رسمي ډول د نشه‌يي توکو کرکیله، تولید او قاچاق بند ګڼي، خو له ولایتونو څخه تر پولو د قاچاق‌کوونکو ازاد تګ‌ و راتګ، د هغوی د خپلمنځي پټو همکاریو ښکارندويي کوي.

نور خبرونه

رادیو