اوکرایني ځواکونو د دوشنبې په ورځ د روسیې لویدیزه کورسک سیمه تر برید لاندې راوستې ده.
رویټرز د روسي جګړهییزو بلاګرانو له قوله ویلي، چې دغه برید د توغندیو په وسیله پیل شو، سرحدي تاسیسات یې ویجاړ کړل او وروسته یې د ماینپاکۍ ځانګړو وسایطو په مرسته زغره وال ګاډي او سرتېري د روسیې خاورې ته ننويستل.
دار وي وینکور په نامه یوه مشهور روسي بلاګر پر ټېلیګرام لیکلي، چې « دښمن تېره شپه پلونه د راکټونو په وسیله الوزولي او سهار یې له زغره والو ډلو سره برید پیل کړی».
د بلاګرانو له وینا سره سم، د ماین پاکۍ ګاډولاره هواره کړې او وروسته زغره والو ګاډو له سرتېرو سره د برید لپاره وړاندې تګ کړی. د رپوټونو له مخې، د سرحد په اوږدو کې سختې جګړې روانې دي.
یاد برید د نورو روسي بلاګرانو او د دولتي ټلوېزیون جګړهییز خبریال الکساندر سلدکوف له خوا هم تایید شوی.
تر دې دمه نه د روسیې او نه هم د اوکراین حکومت رسمي غبرګون ښودلی، خو بلاګرانو نقشې خپرې کړي چې پکې ښودل شوي اوکرایني ځواکونه هڅه کوي د روسیې خاورې ته له دوو بیلابیلو لارو ننوځي.
دا پرمختګ داسې مهال کیږي چې تېره میاشت د روسیې جګپوړي جنرال اعلان کړی و چې اوکرایني ځواکونه یې د کورسک له سیمې ایستلي او دا یې له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لوی برید وباله.