د شنبې په ورځ یوه ډله متقاعدین یوځل بیا د کابل ښار تقاعد ریاست مخې ته راټول شول او د طالبانو له خوا د خپلو تقاعدي معاشونو نهورکولو په وړاندېیې اعتراض وکړ.
دوی وایي، سره له دې چې د طالبانو مشر د تقاعدي معاشونو د ورکړې حکم کړی، خو اړوند اداره په دې برخه کې «بېلابېلې پلمې» جوړوي.
یوه ډله متقاعدین نن د شنبې په ورځ د غويي ۱۴مه، یو ځل بیا د کابل ښار خزینه تقاعد ریاست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي ول.
افغانستان انټرنشنل ته ددې اعتراض یوه ویډيو هم رسېدلې ده.
په ویډیو کې ښکاري، چې معترضین له ملګرو ملتونو هم غواړي، چې په افغانستان کې د متقاعدینو د حقونو له تر پښو لاندې کېدو سره بېپروایي ونهکړي او دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ خو څو میاشتې تېرې شوې، چې لا هم د کورناستو ستونزه نه ده حل شوې.
په هغه وخت کې ځینو متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د تنخواوو د ورکړې اراده نه لري.
دغه تقاعد شوي کسان د تنخواوو د ورکړې په موخه د طالبانو ځانګړې محکمې ته راجع شوي خو تر اوسه دغې محکمې د دوی د تنخواوو د ورکړې حکم نه دی صادر کړی.