د طالبانو تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مطیعالحق خالص په کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په لیدنه کې په راتلونکې «کاپ ۳۰» نړۍوال اقلیمي کنفرانس کې د دغه هېواد د ملاتړ غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې، چې دغه کنفرانس په برازیل کې ترسره شي.
دواړو لورو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ پر ګډو فرهنګي او سیمهییزو اړخونو او همداراز د اقلیمي بدلونونو په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې په کابل کې د اذربایجان سفیر له یاد طالب چارواکي سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له اړخه له زیانمنو هېوادونو څخه دی.
د نوموړي په خبره، د اقلیمي بدلون د پایلو د کمولو لپاره سیمهییزې او نړۍوالې ګډې هڅې یوه جدي اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو یوه پلاوي د باکو د اقلیمي بدلون په ۲۹مه غونډه (کاپ ۲۹) کې ګډون کړی و، خو هغه وخت د اذربایجان یوې ډېپلوماتیکې سرچینې ویلي و، چې د دې ډلې پلاوي ته د غړو هېوادونو په عمومي ناستو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
سرچینې دغه راز زیاته کړې وه، چې طالبان دې غونډې ته د څارونکو په توګه بلل شوي و.
له دې سره، د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت څو ورځې مخکې ویلي و، چې افغانستان له سختې وچکالۍ او د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دی او دا حالت د هېواد پر کرنې او مالدارۍ مستقیم اغېز کوي.
څه موده مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام په افغانستان کې د وچکالۍ په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، چې لا له وړاندې وچکالۍ د افغانستان ډېر شمېر وګړي ځپلي او د هغوی د عایداتو سرچینې چې کرنیز محصولات دي، د اوبو د کچې د ټېټېدو له امله د له منځه تلو په حال کې دي.
د دې سازمان په خبره، په افغانستان کې وچکالي او د حاصلاتو له منځه تلل خلک له لوږې سره مخامخ کوي او اقتصادي ستنې یې کمزورې کوي.
د یادونې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ادارې بیا د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال ویلي و، چې د اقلیمي بدلون د اغېزو له امله هر کال په افغانستان کې د ۲۵۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت د کرنې په برخه کې زیان اوړي.
د دې ادارې د راپور له مخې، افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد دی.
طالب چارواکو تل ټينګار کړی، چې نړۍوال باید اقلیمي بدلون ته له سیاسې اړخه نه؛ بلکې له بشري اړخه وګوري.