د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت عمومي منشي سفیر ریکارډو ګواریګلیا د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت کې، چې اوس له دوحې فعالیت کوي، یوه سره څوکۍ پرانیستله، چې له ښځو سره د تاوتریخوالي او جنسیتي تبعیض پر ضد د نړیوال پیغام برخه ده.
په دې پرانیسته کې د ایټالیا سفیرې سبرینا اوګولیني او د سفارت کارکوونکو ګډون کړی و.
دغه نوښت د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال انتونیو تاجاني له لوري پیل شوی، چې موخه یې د نړۍ په ټولو ایټالیايي سفارتونو کې د سرو څوکیو ځای پر ځای کول دي.
تاجاني ویلي: « دا سره څوکۍ د هغې خلا نښه ده چې په ټولنه کې له تاوتریخوالي سره د ښځو د مخ کېدو پرمهال رامنځته کیږي. موږ باید پر دغو څوکیو کښېنو او د تاوتریخوالي او تبعیض پر ضد د ښځو ملاتړ وکړو، په ځانګړې توګه په افغانستان کې».
د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت وايي، چې په افغانستان کې دغه نوښت ځانګړی اهمیت لري، ځکه ښځې او نجونې هره ورځ له جدي محدودیتونو، د بشري حقونو له نقض او له ټولنیزو ازادیو بې برخې ژوند سره مخ دي.
سره له دې چې ایټالیا له کابل څخه خپل ډیپلوماتیک فعالیتونه دوحې ته انتقال کړي، دا څوکۍ ښيي چې ایټالیا د ښځو د حقونو په برخه کې خپل دریځ ته ژمنه پاتې ده.