په جینوا کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان سفیر او دایمي استازي نصیر احمد اندېشه د سویس هېواد له خوا د پښتنو افغانانو د اخراج د طرحې په غبرګون ویلي، چې له سویس څخه یې د پښتنو کډوالو د اېستلو په اړه له اړوندو چارواکو وضاحت غوښتی .
د نوموړي په وینا، د قومیت پر بنسټ د کډوالو بېرته ستنول د کډوالۍ کنوسنیون او د بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.
د سویس یو شمېر داخلي اسناد ښيي، چې ښایي پښتانه افغان کډوال بېرته افغانستان ته واستوي.
د دې مفکورې تر شا فکر دا دی چې «له طالبانو سره د ژبې او ټبر په لحاظ نږدېوالي له امله، پښتنو پناه غوښتونکو ته په افغانستان کې ښايي خطر کم وي».
نصیر احمد اندېشه په خپل اېکس کې د سویس هېواد د دغې پرېکړې په تړاو لیکلي: «هغه اوازې چې سویس غواړي پښتانه افغانان بېرته افغانستان ته وشړي، یوازې د وروستیو راپورونو پر بنسټ دي چې د Neue Zürcher Zeitung ورځپاڼې له خوا خپاره شوي دي.موږ له اړوندو چارواکو څخه د موضوع وضاحت غوښتی دی. موږ دا خبره په ډاګه کړې چې د قومیت یا نژاد پر بنسټ شړل د کډوالو د کنوانسیون او د بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې دي.»
د نیه څورښر څایتونګ د معلوماتو له مخې، د سویس د کډوالۍ د دولتي دفتر (SEM) لوړپوړو چارواکو په برن کې په دې وروستیو کې د داخلي اسنادو له لارې یوه سیاسي او حساسه طرح وړاندې کړه او هغه دا ده، چې د افغان کډوالو یوه ټاکلې قومي ډله یعنې پښتانه، افغانستان ته بېرته واستول شي.
خو ډېری افغان او بهرني شنونکي ددې نظریې خلاف دي، ځکه طالبان ایډیالوژیکه ډله ده او په خپله شل کلنه جګړه کې یې تر ټولو ډېر د پښتنو سیمې او پښتانه په نښه کړي دي.
د اسنادو له مخې، د سویس د اخراج څانګې رییس د سویس د کډوالۍ سکرتر وینچنزو ماسچیولي ته لیکلي، چې د پناه غوښتنې په برخه کې د سیاسي ستراتیژۍ له تغییر سره پر ځینو انتخابونو لکه د قوم پر اساس اخراج باندې غور کېدای شي.
ورځپاڼه وايي، چې پښتانه د افغانستان تر ټولو ستر قوم دی او د طالبانو ډېری پلویان د پښتنو له منځه دي.
ورځپاڼه وايي، سویس په ټوله کې د قومي معیارونو پر بنسټ عمومي اخراج نه پلی کوي او نه هم په تېرو وختونو کې داسې بېلګې تر سترګو کېږي.