پاکستان خپلو بندرونو ته د هندي کښتیو ننوتل منع کړل

۲ ورځې مخکې

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ دوام؛ پاکستان خپلو بندرونو ته د هندي کښتیو پر ننوتلو بندیز ولګاوه.

د پاکستان د سمندري چارو وزارت ويلي، له دې وروسته به هغو کښتيو ته چې د هند بېرغ لري اجازه ورنه کړي چې د پاکستان بندرونو ته ننوځي.

دغه وزارت زياته کړې، چې هېڅ یوې پاکستانۍ کښتۍ ته به هم اجازه ورنه کړي چې د هند بندرونو ته ځان ورسوي.
دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه، چې په کشمير کې پر سېلانيانو تر خونړي بريد وروسته د هند او پاکستان تر منځ اړيکې ترېنګلې شوې.

هند تور لګولی، چې پاکستان په دغه بريد کې لاس لري؛ خو پاکستان بیا دغه تورونه رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو