د ایران دولتي اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د روان کال له پيل راهیسې شاوخوا ۳۰ زره افغان زده کوونکي، چې په خراسان رضوي او مشهد کې مېشت وو، له خپلو کورنیو سره یو ځای افغانستان ته اېستل شوي دي.
د ایرنا د دغه راپور له مخکې چې د شنبې په ورځ یې خپور کړی لا هم ۳۵ زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
ایرنا د خراسان رضوي ولایت د امنيتي چارو مرستیال امیرالله شمقدري په حواله لیکلي، چې مخکې په دې ولایت کې تر ۷۵ زره ډېر افغانان په زده کړه بوخت وو، چې نیم شمېر یې قانوني اسناد نه درلودل او اوس خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
شمقدري زیاته کړه چې دا شمېر خورا زیات دی او اټکل کېدای شي د دغو زدهکوونکو تر شړلو وروسته شاوخوا زر ټولګي تش شوي وي.
د هغه په وینا، د شړل شوو زدهکوونکو ۹۵ سلنه په مشهد کې مېشت وو، خو ۳۵ زره نور افغان زدهکوونکي چې قانوني اسناد لري، اوس هم خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.