له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو دویم پړاو پر دوام؛ تېره ورځ ۱۴۲۱ تنه کډوال له دغه هېواده په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د پښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې ویلي، چې په دغه کډوالو کې ۱۱۵۹ بې اسناده او ۲۶۲ تنه د (ACC) کارت لرونکي شامل وو.
دغه ادارې خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې زیاته کړې، چې ۱۴۰۵ تنه یې د تورخم او ۱۶ نور یې د انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.
د پاکستان حکومت لهخوا په جبري توګه د افغان کډوالو د بېرته اېستلو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې، چې د سره صلیب نړۍواله کمېټه وايي، له پاکستان او ایرانه ډېری راستنېدونکي کډوال له سخت حالت سره مخ دي او ان ځینې وختونه څلور کورنۍ د یوې خیمې لاندې ژوند کوي.
دغه سازمان په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي:«هره ورځ په منځني ډول له څلورو تر شپږو زرو پورې افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېږي، د لنډمهاله سرپناه نشتوالي په ګډون دایمي سرپناه یو له جدي ننګونو څخه ده، چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي.»
هاخوا بیا له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو بهیر روان دی او ښايي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان دغه ګاونډی هم دا لړۍ ګړندۍ کړي.
نیوکې دا دي، چې طالبان د سرپناوو، بشري مرستو، خوراکي توکو، روزګار او بېلابېلو برخو کې تازه ستنېدونکو ته اسانتیاوو چمتو کولو کې پاتې راغلي دي.
طالبانو له نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو غوښتي، چې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره دې ورسره لازمې بشري او مالي مرستې وکړي.