د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (یونېسف) د رپوټ په غبرګون کې د افغان نوزېږو ماشومانو پر لوړې کچې مړینې اندېښنه ښودلې ده.
یونېسف ویلي، چې په کندهار کې د نوزیږو ماشومانو د مړېنې شمېر د افغانستان په کچه خورا لوړ دی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن یکشنبه، د غويي ۱۴ مه، پر خپله اېکسپاڼه د یونېسف ادارې د رپوټ په خپرولو سره ددغو ستونزو بنسټیز حل د تعلیمي سیسټم پراختیا او پیاوړتیا او د هیواد ټولو ماشومانو، نجونو او هلکانو لپاره د تعلیمي فرصتونو برابرول یاد کړي دي.
حامد کرزی وايي، ددې مسلې بل حل بهر ته د بشري سرچینو او علمي او مسلکي کدرونو د تیښتې مخنیوي لپاره د اړینو اقداماتو په نیولو کې دی.
کرزي یو ځل بیا د طالبانو پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
حامد کرزي پر نړیوالو مرستندویه ادارو او سازمانونو غږ کړی، چې د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره اقدام وکړي او په ټول هېواد کې د روغتیایي مرکزونو تجهیز او اړتیاوو پوره کولو ته پاملرنه وکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچر د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې په کندهار کې د نویو زیږیدلو ماشومانو د مړینې شمېر خورا لوړ دی.
یونېسف وايي، د بشري مرستو د کمېدو له امله د روغتیايي خدمتونو د دوام وړتیا له جدي ګواښ سره مخ شوې ده.