ملا عبدالغني برادر به د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې کازان ښار ته سفر وکړي

۳ ورځې مخکې

د طالبانو د حکومت ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دغه حکومت تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر به د یو پلاوي په مشرۍ د روسیې کازان ښار ته د کازان «اقتصادي فورم» کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي چې په دې سفر کې به د ملا برادر په کډون یو شمیر وزارتونو وزیران هم د نوموړي ملتیا کوي.

فطرت ویلي، چې په دې پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزیران، او همداراز د کرنې، مالدارۍ او بهرنیو چارو وزارتونو استازي شامل دي، چې ټاکل شوې د کازان اقتصادي فورم کې ګډون وکړي.

د نوموړي په وینا، د یاد فورم ترڅنګ به دا پلاوی له روسي چارواکو سره هم جلا جلا ناستې ولري او د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه به هم خبرې وکړي.

کازان اقتصادي فورم به د می میاشتې له ۱۴مې نېټې تر ۱۶مې دوام ولري او په دې نړۍواله غونډه کې د ۷۸ هېوادونو شاوخوا ۲۰ زره استازي برخه اخلي.

د می پر ۱۵مه به د فورم رسمي پرانیسته ترسره شي، چې پکې د روسیې مرستیال لومړی وزیر الکسي اوورچوک به د روسیې ـ افغانستان د سوداګرۍ ځانګړي فورم مشري هم وکړي.

دغه راز د می پر ۱۶مه عمومي غونډه کې به د «ډیجیټل تحول» موضوع تر بحث لاندې ونیول شي او همداراز د «ستراتېژیک لید ډلې» ناسته به د «روسیه - اسلامي نړۍ» تر سرلیک لاندې مهم بحثونه ولري.

د نورو فرهنګي پروګرامونو ترڅنګ معتدل یا «د حیا» پر بنسټ فېشن نندارتون هم په دغه فورم کې ښودل کیږي.

بل‌خوا، د روسیې له‌خوا د طالبانو پر فعالیتونو د شاوخوا ۲۰ کلن بندیز لرې کول، د منځنۍ اسیا هېوادونو او مسکو لپاره له دې ډلې سره د اړیکو تودولو دروازې پرانیستې دي.

نور خبرونه

رادیو